ایکنانیوز د جاکارتا ګلوب په حواله راپور راکړی،، یو۱۰۰ کلن سړی او د هغه ۹۵ کلنه ښځه له مرکزي آچې څخه د خپل اوږدمهاله خوب د پوره کولو لپاره چمتووالی نیسي.
په کوته پانانګ سیمې کې د تپاک موګه تیمور اوسېدونکي، محمد دحلان او د هغه ښځه دهنیار به راتلونکې اوونۍ مکه ته ولاړ شي.
دحلان به سږ کال د آچې ښار تر ټولو بوډا حاجي وي.ډاکټرانو له معایناتو وروسته د هغه روغتیا د سفر لپاره مناسبه بللې ده.هغه تېره اوونۍ وویل:ډاکټر وویل هیڅ ستونزه نشته. زه روغ رمټ یم.»
دحلان، چې د خپل عمر په پام کې نیولو سره ډېر فعال دی،لا هم د قهوې په خپلو پټَيو کې کار کوي. هغه او د هغه ښځې دواړو د حج د مناسکو لپاره د چمتووالي پروګرام او دبوډا کسانو د روغتیا پروګرام کې په ځائي روغتیايي مرکز کې برخه اخیستې ده.
دهنیار په موسکا سره وویل: مونږ له فزیکي او روحي پلوه چمتو یو.دا جوړه د آچې د امبارکیشن له درېیمې لیږدونکې ډلې د یوې برخې په توګه، د مرکزي آچې، بنر مریا او بانډا آچې د حاجیانو ترڅنګ سفر کوي.دا د دوي درېیم سفر دی مکې ته او دوي مخکې دوه ځله د عمرې حج ادا کړی دی.
دوي د خپل دویمې عمرې سفر وروسته، په ۲۰۱۹ کال کې د حج تمتع لپاره نوملیکنه وکړه. د معمول اوږد انتظار وخت سره سره، سږ کال د دوي د لیږد نوبت ترلاسه کول حیرانوونکي وو.
د آچې د مذهبي چارو د دفتر مشر ازهري تشریح کړې چې دغه ولایت د ټولټال ۴۳۷۸ ونډو څخه ۲۱۹ د زړو وګړو لپاره د حج ونډه ترلاسه کړې ده.
چارواکي هغو زړو حاجیانو ته لومړیتوب ورکوي چې له پنځو کلونو څخه زیات په انتظار لیست کې وي او د عمر پر اساس غوره کېږي.
ازهری زیاته کړه: د محمد دحلان او دهنیار لیږد د دې یادونه کوي چې عمر د د وحي په مقدس ټاتوبي کې د عبادت د خوب د پوره کولو لپاره خنډ نه دی. دا چې د دوي د حج ټول لګښتونه د دوي د قهوې کروندو له عایده، چې کلونه ئې پرې نه ستړي کېدونکي کار کړی، پوره کېږي، د دوي سفر نور هم ځانګړی کوي.
د انډونیشیا د مذهبي چارو وزارت په وینا، دا هېواد په مکې او مدینې کې د ۳۰۰ هوټلونو په چمتو کولو سره د ۲۰۲۵ کال د ۲۰۰ زرو څخه زیاتو حاجیانو د استوګنې زمینه برابره کړې ده.
https://iqna.ir/fa/news/4282800/